کابل، د لېندۍ لومړۍ نېټه، باختر
د بلخ د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې UNDP موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي.
د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس وویل، د دغه ولایت په ټولو لرې پرتو ولسوالیو او ښارونو کې د پراختیايي پروژو چارې دوام لري او ټول مسوولین په خپلو اړوندو چارو کې هڅې کوي چې د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې بنسټیزې پروژې پلي کړي نو ټول باید په یووالي سره خپل هېواد د پرمختللي هېوادونو په کتار کې راولو.
همدارنګه د کليو د بیارغوني او پراختيا رئیس مولوي یار محمد شبیر په خپلو خبرو کې وویل، چې په شولګرې ولسوالۍ کې د UNDP موسسې په مالي ملاتړ د رفاه اسلامي دفتر له لوري د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ۵۰۰ متره سړک کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي
هغه وویل، چې په یاده پروژه کې د سیمې يو شمېر خلکو ته د ۶ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په همدې حال کې د یاد ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو وویل، چي پخوا د دغه سړک وضعیت ډېر خراب وو او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره یادو برخو ته په جدي توګه پاملرنه شوې او پراختیایي کارونه په چټکۍ سره دوام لري.