خبرونهامنیت

په بغلان کې یو شمېر مهمات نیول شوي

کابل، د غوايی ۳ مه، باختر

د بغلان امنیتي منسوبینو د یولړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر مهمات تر لاسه کړي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیر حاجي نوراجان د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې په نیول شویو مهماتو کې ۲۲ د هاوان ګولۍ، یو د پروسونل ضد ماین او یوه خفیفه وسله شامله ده، چې د یاد ولایت په ده صلاح، نهرین او دهنه غوري ولسوالیو کې کشف او ضبط شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د یادې قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته