ټولنه

په بغلان کې د ۸۳۰۰ مر اجعینو د پاسپورتونو کارونه بشپړ شوي دي

کابل / د سلواغې ۲۳ مه / باختر
د بغلان د پاسپورت مدیر مولوي عبدالحلیم ابوالحسن وايي، چې په دغه ولایت کې یې د لیندۍ له پنځلسمې راپدېخوا تر دې دمه د څه باندې ۸۳۰۰ پاسپورتونو کارونه بشپړ کړي او پلازمینه کابل ته یې استولي دي.
ابولحسن زیاتوي چې د زيات شمېر مراجعینو پاسپورتونه بېرته راغلي او د کمو کسانو پاتې دي چې د هغوی د پاسپورت کارونه به هم بشپړ شي.
د پاسپورت مدیر مولوي عبدالحلیم وايي، چې په اوسط ډول دغه اداره هره ورځ شا اوخوا د ۱۵۰ مراجعینو د پاسپورتونو کارونه بشپړوي او مرکز کابل ته یې لېږي. په داسې حال کې چې د مراجعینو شمېرڅو چنده زیات دی او د دغه مدیریت مسوولین وايي چې دوی نه شي کولای چې په ورځني ډول د ټولو مراجعینو د پاسپورتونو غوښتنلیکونه واخلي او کارونه یې بشپړ کړي.
د پاسپورت مدیر په هغو کسانو چې د پاسپورت غوښتونکي دي نیوکه کوي چې نظم نه مراعاتوي او ډېر کله بېځایه ګڼه ګوڼه جوړوي چې دا چاره د پاسپورت مدیریت کارکوونکي هم بوختوي او ورسره کاري چارې هم زیان ویني.
په ورته مهال د بغلان د اطلاعات او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د پاسپورت له غوښتونکو څخه غوښتنه کوي چې د پاسپورت مدیریت له کارکوونکو سره د نظم په رامنځته کولو کې همکاري وکړي او د بې ځایه ګڼې ګوڼې په رامنځته کولو سره دې د دغه مدیریت کارکوونکو ته سرخوږی نه جوړوي.
شېراحمد او امین الله چې د پاسپورتونو چارې یې پرته له هر ډول ستونزې او واسطې پرمخ ځي، د دغه مدیریت له کړنو خوښ دي؛ خو ټينګار کوي چې خلک دې خپل نوبت مراعات کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته