کابل، د غبرګولي ۲ مه، باختر
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب ورځې په مناسبت د کتاب پلورنځيو له مسؤلینو سره وکتل.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت په دغه ولایت کې د کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سر ناسته وکړه چې خلک کتاب لوستنې ته راوبلل شي او د مطالعې فرهنګ عام شي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د ټولو کتاب پلورنځیو له مسؤلینو غوښتنه وکړه چې په پلخمري ښار کې د دغه ریاست له لوري د کتاب په جوړېدونکي نندارتون کې برخه واخلي او خپل کتابونه په تخفیف سره د کتاب پر مینه والو باندې وپلوري.
هاشمي ټينګار وکړ چې د کتاب لوستنې دود عامېدل د حکومت او ټولو خلکو مسؤلیت دی او ټولو ته په کار ده چې نوي ځوانان د هر اړخیزو کتابونو لوستنې ته وهڅوي.
په همدې حال کې د کتاب پلورنځیو مسولینو ژمنه وکړه چې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست سره به په پوره همغږۍ خپل کارونه مخ ته وړي او د مطالعې دود د عامېدو په برخه کې به له دغه ریاست سره په ګډه کار وکړي.
سعیده