کابل، د سلواغې ۲۱ مه، باختر
د بغلان په کوربه توب د شمال ختیځ زون د والیبال سیالۍ د کندز لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د شمال ختیځ زون د والیبال فدراسیون مسوول غلام مصطفی علیمي باختر آژآنس ته ویلي چې د بغلان په کوربه توب د شمال ختیځ زون(بدخشان، تخار، کندز او بغلان) د والیبال لوبډلو ترمنځ پيل شوې سیالۍ د کندز لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې دي.
هغه د یادې سیالۍ د ترسره کولو موخه د پامیر لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکنه وبلله.
د یادونې وړده، چې د کندز لوبډلې د صفر پروړاندې په ۳ سره د بدخشان لوبډلې ته ماتې ورکړه چې د کندز لوبډلې لومړی او د بدخشان لوبډلې دویم مقام خپل کړی دی.