کابل / د غوايي ۳ مه / باختر
د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې څه د پاسه ۶۰۰ کیلو ګرامه آپين او هیرویین ترلاسه شوي او په تړاو یې یو تن هم نیول شوی دی.
په یاد ولایت کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې ترلاسه شوي نشه يي توکي د بدخشان د کشم له لارې هلمند ته لېږدول کېدل.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د نشه يي توکو پر کرکیله، پلور، پېر او کارونې بندیز لګولی دی.
ن/ر