خبرونهامنیت

په بدخشان کې يو تن د نشه يي توکو د انتقال په تور ونيول شو

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
ځايي سرچینو په بدخشان ولایت کې د نشه يي توکو د انتقال په تور د يوه تن د نيول کېدو خبر ورکړی دی.
د ياد ولايت د امنيې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار باختر آژانس ته وويل چې ياد کس داسې مهال ونيول شو، چې غوښتل یې ۱۷ کيلو ګرامه ترياک له مرکز فيض آباد څخه بل ځای ته انتقال کړي.
د کامګار په خبره د نيول شوي کس دوسيه به تر بشپړېدو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله د حکم مطابق به چاته د نشه يي توکو د کرکيلې، کاروبار او قاچاق اجازه ورنکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته