خبرونهامنیتټولنه

په بدخشان کې لوېدلې الوتکه د روسیې شخصي جېټ ده

کابل، د سلواغۍ لومړۍ نېټه، باختر

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د بدخشان په غرونو کې تېر ماښام لوېدلې الوتکه د روسیې شخصي جېټ ده.

دغه وزارت ویلي چې د لومړنيو معلوماتو پر اساس يوه « FALCON -10  » ډوله روسي شخصي جټ الوتکه چې د سپرليو شمېر او عملې یې شپږ تنه وو، د هندوستان څخه د تاشکند په هدف يې الوتنه ترسره کوله چې تېر ماښام شا اوخوا ۷ بجې د تخنیکي ستونزو له کبله له خپل مسير څخه وتلې او احتمالأ د بدخشان ولایت د زېباک او کران و منجان ولسوالیو په مربوطاتو کې ورکه او غورځېدلې ده.

یاد وزارت زیاته کړې چې د يادې الوتکې مسير د افغانستان په فضا کې نه وو پلان شوی، احتمالأ د خپل مسير څخه د تخنيکي ستونزو له کبله اوښتې ده.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت تخنيکي ټيم لخوا څېړنې روانې دي مکمل جزئيات به یې وروسته شريک شي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې دغه الوتکه د هند هېواد ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته