کابل/ د غوايي١٨مه/ باختر
د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي وايي، په بدخشان کې د پرونيو سېلاوونو له امله ٨ تنه وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس مولوي محمد اکرم اکبري د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سېلاوونه د بدخشان په ارګو، درايم ، تشکان، شهر بزرګ، زيباک، د کشم ولسوالۍ په پليران او د جرم ولسوالۍ د خستک په سيمو کې راوتلي چې د زرګونه جريبه ځمکو او باغونو حاصلات يې له منځه وړي ، ٧ سوه څاروي یې وژلي او په سلګونو کورونه او سړ کونه چې کلي له مرکز سره نښلوي ويجاړ شوي دي.
د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رييس وايي، د آی او ام موسسې د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې پر یو شمېر زیانمنو شویو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
یو شمېر زیانمنو شویو کورنيو باختراژانس ته وويل دغه مرستې د سېلاو ځپلو لپاره بسنه نه کوي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له سېلاو ځپلو سره زياتې مرستې وکړي.
دوی دغه راز د اسلامي امارت له مشرتابه، ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلاونو زیانمنو شويو کورنيو ته زیاته پاملرنه وکړي.
\ ذ