کابل / دکب ٢٥مه / باختر :
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست منسوبينو پرون په دغه ولايت کې سلګونه نيالګي کېنول.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نقيب الله ثاقب يار د باختراژانس خبريال ته وويل چې د دغه پروګرام هدف د هوا د ککړتيا مخنيوى او د سمسور چاپيريال جوړول دي.
هغه وويل چې د دغه پروګرام له لارې څه دپاسه پنځه سوه مېوه لرونکي او ډولي نيالګي په فيض اباد ښار کې کېنول شول او په دغه ولايت کې د نيالګيو کېنولو کمپاين دوام لري.
ختم _ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ