خبرونهTOPټولنه

په بدخشان کې زرګونو معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته حقوق ورکړل شوي دي

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د طبیعي پېښو، د اسلامي امارت او د تېرې ادارې په دوره کې د ۹ زره ۵۲۷ معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته د حقوقو د ورکړې خبر ورکوي.
د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو د چارو ریاست سرپرست روح الله روحاني له باختر آژانس سره په مرکه کې وويل چې د اسلامي امارت له فتحو وروسته د طبيعي پېښو او د شهيدانو د وارثانو د زرګونو تنو معلولينو دوسيو ته رسېدنه شوې او د شپږو میاشتو حقوق ورکړل شوي دي.
روحاني زیاته کړه، چې یاد شمېر معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته ۶۵۱ میلیونه افغانۍ ورکړې او اوسمهال هم په دغه اداره کې هره ورځ ۳۰ دوسیو ته رسېدنه کوي.
نوموړی زیاتوي، چې د تخصص د نشتوالي له امله نه شي کولای یو شمېر هغو کسانو ته معاش ورکړي، چې د دغه ریاست له لوري په نښه شوي دي.
نوموړي د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې د شهیدانو او معلولینو د چارو ریاستونو ته دې لا زیاته بودجه ورکړي، تر څو په خلاص لاس درانه خدمتونه وړاندې کړي او مراجعین دې د دوسیو د طی مراحل په بهیر کې له صبر څخه کار واخلي.
په همدې حال کې یو شمېر مراجعین له اسلامي امارت څخه خوښ دي او وایي، چې د شهیدانو او معلولینو د ریاست اسناد یې په سمه توګه څېړلي او خپل حقوق یې ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته