کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د ۳۵ میلیونو افغانیو په لګښت د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د زرد شخ کانال د جوړولو کار نن د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست پيل کړ.
د بدخشان د کرنې، اوبولګولواو مالداری رییس قاري قطب الدین دهنوي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د زرد شخ کانال د ۳۶۵۰ مترو په اوږدوالي د جرم ولسوالۍ له پته ګذر سیمې څخه د خاش ولسوالۍ تردهن تنګ سمې پورې جوړېږي چې په رغولو سره به یې ۳۳۸ هکتاره ځمکې ته د خړوب اوبه برابرې شي.
ع