کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر
د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه ووژل شول او ۳ تنه نور ټپیان شول.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي د دغه خبر په تاییدولو سره باختر آژانس ته وویل، چې دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې یو کرولا موټر د بدخشان له مرکز فیض آباد ښار څخه د راغستان ولسوالۍ په لور روان و چې د کوهستان او یفتل ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې له یو موټرسایکل سره ټکر وکړ او له امله یې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه ووژل شول او ۳ تنه نور ټپیان شول.
ع