کابل د کب ۱۵ باختر
په بدخشان کې د سرو زرو کان ۱۴ کارګران پرون د ځمکې او د واورې د ښوېدوله امله ووژل شول.
د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د تياري ریاست باخترآژانس ته خبرورکړ؛ د بدخشان د راغستان اود خواهان ولسواليو په مربوطاتو کې د ځمکې او واورې ښوېدنې له امله د سرو زرو کان ۱۴ کارګران ووژل شول.
ویل کېږي په دې پېښه کې ۵ نور کارګران ټپیان شول.
د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د تياري ریاست مسوولین وايي له سروې وروسته به د وژل شویو او ټپیانو هویت معلوم شي.
پای-ع