خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په بدخشان کې د نږدې ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

کابل، د مرغومې ۲۱مه، باختر
د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د ۳۸۵ زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د شغنان ولسوال مولوي رحمان الدین رحماني وایي چې دغه ودانۍ په درمارخت سیمه کې د۳۸۵ زره ډالرو په لګښت د اغاخان بنسټ او آلمان هېواد له لوري رغول شوې چې ۸ ټولګي، یوه اداري خونه، یوه کمپیوټر لب او د لاباراتوار خونه لري چارې یې د شاوخوا درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو خوښ دي او دې ته د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته