خبرونهفرهنګ

په بدخشان کې د تحقيقي رپوټ ليکنې روزنيز ورکشاپ پاى ته ورسېد

٢٩- کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
د تحقيقي رپوټ د اساساتو په اړه روزييز ورکشاپ چې په بدخشان ولايت کې پيل شوې و ، نن پاى ته ورسېد.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې ؛ دغه روزييز ورکشاپ د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معينيت په نوښت د بدخشان د اطلاعاتواوفرهنګ د رياست په همکارى د دولتي اوخصوصي رسنيو ٥٠ خبريالانو او مسوولينو ته د ٣ ورځو لپاره د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې جوړ شوې و .
د بدخشان د اطلاعاتواوفرهنګ رييس نقيب الله ثاقب يار وويل هغه ستونزې چې مخکې له دې دغه خبريالان د تحقيقي رپوټ ليکنې او د چاپي خپرونو د ديزاين په برخه کې درلودل لرې شوي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته