خبرونهټولنهروغتیا

په بامیانو کې ۲۳ روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل، د لړم ۳۰مه، باختر
د بامیانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې ۲۳ روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادو مرکزونو د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر جعفر ذکي وویل چې دغه مرکزونه د ملګرو ملتونه د پراختیایي پروګرامونو دفتر (UNFPA) په مالي ملاتړ په اوو ولسوالیو کې جوړ شوي چې پرې ۴۲۰ زره ډالره لګښت راغلی دی.
ډاکتر ذکي زیاته کړه چې له ډلې یې ۱۱ مرکزونه پاخه او ۱۲ نور یې په خامه توګه د اتو خونو، احاطې او نورو امکاناتو په لرلو سره جوړ شوي دي.
نوموړي وویل چې دغه مرکزونه ماشومانو داخلې، زېږنتون، خوارځواکۍ، له زېږون مخکې او وروسته ساتنې څانګو کې فعالیت کوي.
ورته مهال د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي وویل چې سیمه ییزه اداره هڅه کوي د خلکو اساسي ستونزې حل کړي.
سرحدي زیاته کړه چې د یادو مرکزونو په جوړېدو سره به روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته