کابل،د چنګاښ٣ مه، باختر
دباميانو په مرکز کې ديوې ځوانې نجلۍ مړى وموندل شو.
۲۴ کلنه رقيه د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست کارکوونکې وه چې يوه میاشت وړاندې د بامیانو له ښارڅخه تښتول شوی وه.
د باميانو د امنيې قوماندانۍ وياند محمد خواني رسا باختر آژانس ته وويل ،د دغې ځوانې نجلۍ مړى پرون ناوخته د باميانو ښار له شهيدانو سيمې څخه وموندل شو.
د راپورونو له مخې، انسان تښتوونکو د رقيې مړی له وژلو وروسته په یوه څاه کې غورځولى و.
دباميانو امنيتي ځواکونون يو تن ددغې نجلۍ دوژلو په تور نيولي دى.
پوليس وايي نيول شوي سړي د ځوانې رقيي په وژلو اعتراف کړى دى.
تر اوسه د دې وژنې انګیزه نه ده روښانه شوې.
\ ذ