خبرونهاقتصادټولنه

په بامیانو کې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۶ چکډېمونه جوړېږي

کابل، د مرغومې ۲۲مه، باختر

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بامیانو ولایت کې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ چکډېمونه د رغولو چارې پیل شوې.

د بامیانو د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه چکډېمونه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د ۱۴میلیونه ۳۲ زره افغانیو په لګښت د یاد ولایت په اول او دوهم نمبر یکاولنګ، شیبر، سیغان، کهمرد، او ورس ولسوالیو کې جوړېږي چې ورسره به د یادو ولسوالیو زرګونه جریبه ځمکې خړوبې شي.

هېره دې نه وي چې د یادو چکډیمونو د کار په جریان کې به د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په جوړېدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو باراني اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته