سیاستخبرونهTOP

په افغانستان کې د پاکستان سفیر د کندهار له والي سره وکتل

کابل، د کب ۲۲مه، باختر

په افغانستان کې د پاکستان سفیر عبیدالله نظاماني کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي ملا محمد شیرین اخوند سره کتلي.

په دې کتنه کې د کندهار والي نوموړي ته ښه راغلاست ووایه او په پاکستان هېواد کې یې د ټاکنو ترسره کېدو او د نوي حکومت د رامنځته کېدو په موخه هغه ته مبارکي وویله او هیله یې وښوده، چې د پاکستان نوی حکومت به د دواړو هېوادونو ترمنځ چې اسلامي او ګاونډي هېوادونه دي او له یو بل سره نږدې اړیکي لري؛ ګټې خوندي او په راتلونکي د دواړو هېوادونو د پالیسو سره سم پروګرامونه تطبیق کړي.

ورته مهال په افغانستان کې د پاکستان سفیر عبیدالله نظاماني وویل ډېر ژر به پاکستان ته سفر وکړي او هلته به دا او ورته نورې څرګندونې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره شریکيې کړې.

دغه راز د دې کتنې پرمهال پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث او خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته