سیاستخبرونهټولنهTOP

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په تړاو د درې ورځني بحث پایلې له رسنیو سره شریکې شوې

کابل، د غويي ۵مه، باختر

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او په افغانستان کې د ناروې کمېټې مسئولینو، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په تړاو د درې ورځني بحث پایلې، نن له رسنیو سره شریکې شوې.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پاليسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد وویل:”اقلیمي بدلون یوه نړیواله پدیده ده؛ د طبیعي عواملو سربيره، د ګلخانه یي ګازو انتشار یې اصلي عامل دی چې ډېری یې په پرمختللو هېوادونو کې د فابریکو او صنعتونو د زیات پرمختګ په سبب رامنځته کېږي.”

عابد زیاته کړه: “سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې ډېر کم رول لري؛ خو د اوبو، زراعت، ځنګلونو، انرژۍ او ژوند بڼو په برخو کې خورا زیانمن شوی هېواد دی او وچکالي، سېلابونه، د اوبو کمښت او د کرنیزو محصولاتو کمېدل د خلکو او ټولنې لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې او د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړی دی.”

د ډاکټر عابد په وینا، د اشغال پر مهال د هر ډول غیرقانوني کیمیاوي توکو کارول، د هېواد وچ او نیمه وچ اقلیم، د طبیعي حوادثو زیاتوالی، دوامداره وچکالۍ او د ځنګلونو بېرحمانه قطع کول او له اقلیم بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ نشتوالی؛ د افغانستان د اقليمي بدلون او چاپېريال د لا ډېرې زيانمنتيا لامل شوی چې ټول ورسره لاس او ګريوان دي.

د هغه په باور، د اقلیمي بدلون ننګونو او خطرونو ته رسیدګي د ټولو حکومتونو ګډو اقداماتو ته اړتیا لري او د افغانستان اسلامي امارت له اقلیمي بدلون سره د سازښت په تړاو د اوبو د مدیریت، کرنې، د ځنګلونو او څړځایونو بیا احیاکول او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې په ملي کچه سترې برنامې او پروژې تر لاس لاندې لري.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال وویل چې د نړیوالو بنسټونو له خوا د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان ۳۲ پروژې چې د نړیوالو مالي میکانیزمونو «اې.اف، جي.سي.اف، جي.اي اف» څخه تمویل کېدې؛ ځنډول شوې او له نړیوالو څخه یې وغوښتل چې د اقلیمي بدلون مسئله دې نه سیاسي کوي او ژر تر ژره دې د یادې پروژې چارې بېرته پيل کړي.

Ps2024042415 1

هغه، دغه راز په سیمه ییزه او نړیواله کچه چاپېریالي غونډو او کنفرانسونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون په ټولو غونډو کې د افغانستان ګډون غوښتنه وکړه او ویې ویل: “موږ هیله لرو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (قاپ ٢٩) چې ټاکل شوې سږ کال په آذربایجان کې جوړ شي؛ افغانستان ته دې رسما دعوت ورکړل شي، ترڅو موږ پکې حضور ولرو او د خپل حق غوښتنه وکړو.”

عابد همدارنګه، د افغانستان له خلکو څخه وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې، د طبیعي زېرمو د حفاظت، د ځنګلونو وهلو د مخنیوي، د اوبو له منابعو څخه په اغېزمنه او معقوله توګه د کار اخیستو او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مبارزې په برخه کې خپل فردي او ټولنیز مسئولیت ترسره کړي.

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره ناروې کمېټې رئیس تاریا واتردال، د یاد بحث د ترسره کېدو د موخو او اړتیا په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د نړیوالو څېړنیزو بنسټونو د تحقیقاتو له مخې؛ افغانستان د ګلخانه يي ګازو په خپرېدا کې یوازې د ۰.۰۶ سلنه ونډه لري؛ خو شپږم ډېر زیانمن شوی هېواد دی چې له اقلیمي بدلون څخه یې زیان لیدلی او همدا رنګه څلورم هېواد دی چې له طبیعي ناورینونو څخه د زیانمن شویو هېوادونو په کتار کې ځای لري.

هغه زیاته کړه چې د اقلیم بدلون د نړۍ له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شوی او ټول ملي او بین المللي سازمانونه او بنسټونه باید له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان بشپړ ملاتړ وکړي او په دې لاره کې خپل مسئولیت ترسره کړي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رئیس هم په خپلو خبرو کې، پر نړیوالو غږ وکړ چې د اقلیمي بدلون مسئله دې نه سیاسي کوي او په دې برخه کې دې د افغانانو ملاتړ او لاسنیوی وکړي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په تړاو درې ورځني ملي بحث کې، د چارپېریال ساتنې ملي ادارې او سکتوري ادارو مسئولینو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصینو او د کورنیو او بهرنیو بنسټونو استازو ګډون کړی و او افغانستان ته د اقلیمي بدلون له امله د اوښتو او متوجه زیانونو په اړه خپلې څېړنې سره شریکې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته