کابل، د کب ۶مه، باختر
د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۶ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره درمل سوځولي دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر حجت الله محمدي باختر آژانس ته وویل چې روان کال کې یې د ولایت په کچه ۴۴۸ قلمه تارېخ تېره او بې کیفیته درمل چې ۶ ټنه کېږي راټول او وسوځول شول.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په ګڼ شمېر ولایتونو کې لسګونه ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره درمل سوځول شوي دي.
5 د یوې دقیقې څخه لږ