خبرونهاقتصادټولنه

پنجشېر کې ۱۰ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې 

کابل، د لېندۍ ۱۳ مه، باختر

د پنجشېر د بازارک سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۰ پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د پنجشیر د بازارک سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي فضل الله عادل باختر آطلاعاتي آژآنس ته ویلي چې د دغه ولایت په شتل او عنابې ولسوالیو کې د FAO موسسې په مالي ملاتړ د ۳۷۴ زره ۴۳۶ امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۰ پروژو چارې بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د سیند د غاړې د ټينګښت او پیاوړتیا، د اوبو سربند او کانالونو جوړول شامل دي.

د نوموړي په وینا د یادو پروژو په بشپړېدو سره په یادو ولسوالیو کې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او بڼونه خړوبېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته