خبرونهاقتصادټولنه

پنجشېر؛ روان کال د اقتصاد ریاست له لوري د دوه میلیونه ډالرو په لګښت پروژې پلې کېږي

کابل، د وري ۳۰ مه، باختر

د پنجشېر د اقتصاد ریاست روان کال د دغه ولایت د مرکز بازارک سربېره په ۶ ولسوالیو کې د ۲ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پروژې پلې کوي.

د یاد ولایت د اقتصاد رییس مولوي فیض الباري نوبهار د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت اقتصادي، ټولنیزې، فرهنګي او پراختیايي پروژې د آغاخان بنسټ په همکارۍ پلې کوي.

هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت له راتګ څخه یاد ولایت کې ورته لویې او وړې پروژې پلې شوي دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته