کابل، د کب لومړۍ نېټه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون (د سلواغې په ۳۰ مه نېټه ) له پاکستان کې څخه په جبري توګه هېواد ته د ۳۳ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې د سلواغې په ۳۰ مه نېټه د کندهار ولايت د سپين بولدک له لارې، ۱۵ کورنۍ چې ۹۲ تنه کېږي او دغه راز د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۱۸ کورنۍ چې ۹۱ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچیني په وینا، دغه کورنۍ د کډوالو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوې او ترڅنګ یې هرې کورنۍ ته د ګومارل شوې کمېټې له لوري لس ــ لس زره افغانۍ هم ورکړل شوې دي.