خبرونهاقتصاد

پروان کې څه باندې ۱۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه

کابل، د کب ۳مه، باختر

په پروان کې د ځمکو د غصب د مخنیوې او بېرته راګرځولو کمېټې مسوولینو د دغه ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې د څه باندې ۱۰۰۰ جریبه دولتي ځمکې د تثبیت خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوې او بېرته راګرځولو کمېټې رئیس مولوي محمد رحیم نعماني باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت مرکز چاریکارو ښار اړوند احمد شاه مسعود ښارګوټي کې په سلګونه جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوې ده.

نعماني زیاته کړه، دغه ځمکه د یو پلاوي په ملتیا چې ۱۰۸ کدستري قطعه چې ۱۷۱۷ جریبه مساحت لري وڅېړل شوه، چې پر ۷۰۰ جريبه ځمکه د ښاروالۍ له لوري د احمد شاه مسعود ښار ګوټی جوړ شوی چې نومرې یې په قانوني توګه وېشل شوي او پاتې ۱۰۱۷ جريبه دولتي ځمکه تثبیت شوه.

د یادونې وړ ده، چې یاده سيمه کې هر ډول رغنیز کارونه ودرول شول او د خپل سرې وېش څخه یې د‌ مخنیوي په پار لازمې کړنې ترسره شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته