خبرونهنړۍ

پاکستان ته د رییسي سفر؛ بلنه اسلام اباد ورکړې ده

نړۍ، د غوايي ۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن دوشنبې پاکستان او سریلانکا ته خپل رسمي سفر پیل کړی او ټاکل شوې د دغه سفر پر مهال رییسي د دواړو هېوادونو له چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

رییسي د دغه سفر تر پیل وړاندې ویلي، چې بلنه ورته پاکستان او سریلانکا ورکړې او ټاکل شوې له پاکستان سره د سرحدي مسایلو تر څنګ پر یوشمېر نورو لکه اقتصادي، سیاسي او امنیتي مسایلو بحث او خبرې وکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې سریلانکا ته یې هم دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره کیږي.

پاکستان ته د دغه ایراني مشر سفر په داسې مهال ترسره کېږي، چې موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله یو لړ امنیتي ستونزې رامنځته او ان پر یوبل یې هوایي او توغندیز بریدونه ترسره کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته