کابل باختر دوږي اووه ويشتمه :
يوه شل کلن ځوان پرون په غزني ولايت کې ځان وواژه .
دغزني ولايت دخواجه عمري ولسوال علي دوست شمس باخترآژانس ته وويل: دغه ځوان چې دخواجه عمري ولسوالۍ د قلعه نو دکلي اوسيدونکى و؛ په خپل کورکې د ټوپک په ډزو سره ځان وژلى دى.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغه ځان وژنې علت تراوسه پورې نه دى څرګند شوى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ