کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩ :
يوه ديارلس کسيزه ډله سوله وال مخالفين په باميانو ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دوسله والو طالبانويو سيمه ييز قوماندان له خپلو دولسو تنو ملګرو سره چې له پنځوکلونو را په دې خوا له دولت سره په مخالفت کې و له دولت سره يوځاي شو. دباميانو والي لوى پاسوال غلام علي وحدت ددغو کسانو پيوستون يوښۀ او غوره کار وباله او باختر آژانس ته يې وويل : دغو مخالفينو اختلافونه يوې خواته پريښودل او سولې ته يې مخه وکړه .
دغه راز دباميانو ولايت دسولې دشورا رييس محمد صادق علي يار وويل هيله لرې ټول ناراضايان سولې ته مخ وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ