کابل /دثور ٩مه /باختر
د بدخشان د سيمه ييزو پوليسو يوپخوانى قوماندان فريز پرون ماښام په دغه ولايت کې د ناپېژاندو وسله والوکسانو په ډزو کې ووژل شو.
د بدخشان د پوليسو وياند ثنا الله روحاني د باختراژانس سيمه ييزخبريال ته وويل فريزچې پخوا د جرم ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې کارکاوه د جرم ولسوالۍ په مرکز کې خپل کور ته څېرمه د ناپېژاندو وسله والوکسانو په ډزو کې ووژل شو.
هغه زياته کړه تراوسه پورې د دغې وژنې علت معلوم نه دى اوپه دې اړه څېړنې پيل شوي دي.
ختم-ج- ا