خبرونهامنیت

هېواد ته د قاچاقي توکو د واردولو مخه ونیول شوه

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

مالیې وزارت، د ګمرکونو لوی ریاست د کارکوونکو له خوا هېواد ته د قاچاقي توکو د واردولو د مخنیوي خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو، د هلمند په بېلابېلو سیمو کي ۸۸۱ کارټنه رُب، ۷۴۴۰ کیلوګرامه ګوړه، ۲۳۰۰ کیلو ګرامه چاکلېټ، درې بې اسناده موټر او ۳۱ جاپاني هنډا موټرسایکلونه ترلاسه کړي دي. 

یاد توکي په داسې حال کې نیول شوي چې قاچاق وړونکو غوښتل پر پټو لارو يې هېواد ته را دننه کړي.

ویل شوي چې د پېښې په تړاو نیول شوي کسان اړوندو پلټونکو ادارو او توکي د نیمروز ګمرک ریاست ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته