خبرونهامنیت

نیمروز کې ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي

کابل، د وري ۱۸مه، باختر

د نیمروز امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو په تور د ۱۴ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير حاجي مولوي عطاءالله مصطفی د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د جنایي جرمونو په تړاو ۱۴ تنه نیولي دي.

د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسيې تر څېړلو وروسته د همدې ولایت محکمې ته سپارل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته