خبرونهاقتصادTOPټولنه

نورستان کې د غره ښویېدنې له کبله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي

کابل، د سلواغې ۳۰ مه، باختر
د نورستان ځايي چارواکو د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له کبله خلکو ته درنو مالي او ځاني زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سمیع الحق حق بیان باختر اطلاعاتي آژانس ته وویل چې دغه پېښه د نورګرام ولسوالۍ اړوند تتین درې په نکره کلي کې رامنځته شوې ده، چې له کبله یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د نوموړي په خبره، لومړني مالومات دا دي، چې په دغه پېښه کې د هستوګنې ۲۰ کورونه ترخاورې لاندې شوي، چې تراوسه د ۵ تنو جسدونه موندل شوي او د نورو جسدونو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې دمګړۍ لا هم یو شمېر کسان تر خاورو لاندې دي او کېدای شي په دغه پېښه د مړو شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress