کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر
نهه وسله وال طالبان تېره شپه د فراه په اناردرې ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٧ظفر قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د فراه د اناردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: د دغو عملياتو په بهير کې ١١ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
ختم-ج-ا