فرهنګ

نهه تاريخي اثار ونيول شول

دتاريخي اثارو دوه تنه غله په غزني ښار کې ونيول شول .

دغزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، پوليسو دغه اثار دغزني ښار ددويمې حوزي په مربوطاتو کې ترلاسه کړل .

دده دڅرګندونو له مخې، نهه تاريخي اثار تر کار لاندې ديو مارکيت له تل خونې څخه چې کيندني پکې دوام درلود ددوو مترو په ژورتيا په يوه سيمه کې موندل شوى دى .

دده دڅرګندونو له مخې، دمارکيت جوړونکو غوښتل چې دغه تاريخي اثار له ښار څخه وباسي او ويي پلوري .

دغه نهه قلمه تاريخي اثار ډول ډول لاستي لرونکي مس لوښي دي چې تراوسه پوري دتاريخي لرغونتيا په اړوند يې معلومات نشته دمسوولينودڅرګندونو له مخې دغه اثار به دغزني ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا