خبرونهاقتصادټولنه

 ننګرهار کې د نږدې ۱۷۲ زره ډالرو په لګښت د یوې کرنیزې پروژې چارې بشپړې شوې

کابل، د کب ۵مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۷۱ زره ۹۷۱ ډالرو په لګښت د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړې شوې دي.

دغه وزارت ویلي چې دغه پروژه د جاپان پلټ فارم په مالي لګښت بشپړه شوې چې په کې د ۲۹.۳ کیلو متره په اوږدوالي د ګلدرې کانال او فرعي لښتیو پاک کاري، یو سربند، ۹۸۸ متره استنادي دېوال او د اوبو د کنټرول په موخه د دوو دروازو رغول په کې شامل دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ګلدرې کانال کې ۲۴۳  کسانو ته د دوه میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه، چې په جوړولو سره یې ۱۳ زره ۸۵۰ جریبه کرنیزې ځمکو ته د اوبو رسولو زمینه برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته