کابل / دسلواغی / ۲۴ / باختر
په ننګرهارکې یو صراف د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.
د را رسيدلو خبرونوله مخې؛ دغه صراف نن سهار د کار پر لور روان و چې ناپېژاندو وسله والو پرې ډزې وکړې او بریدکوونکي په تېښته بریالي شول.
د ننګرهار یوې امنیتي سرچېنې له باخترآژانس سره په اړیکه کې دغه پېښه تاییده کړه او ویې ویل چې د دغه برید د عاملینو د پېژندنې او نیولو لپاره هلې ځلې پیل شوې دي.
په همدې حال کې په ننګرهارکې صرافان له اسلامي امارت غواړي چې د دوی امنیت تامین کړي.
پرون هم په کابل کې یو صراف د یرغلګرو په برید کې وژل شوی و.
امنیتي مقاماتو د صرافانو د ښه امنیت تامینولو لپاره د هلو ځلو خبر ورکړی دی.
ع