ټولنه

په پروان ولايت کې د ښونځي يو ‌‌‌زده کوونکې وتښتول شو.

کابل باختر د وري نهه ویشتمه:
د پروان ولایت د چاریکارو په ښار کې د ښونځي یو زده کوونکی وښتول شو.
دپروان  ولایت امنیه قوماندان محمد زمان مموزي د باختر اژانس خبر یال ته وویل چي دیارلس کلن اسماعیل د چاریکارو ښار د لومړۍ امنیتي حوزی په مربوطاتو کې د اووم ټولګي  زده کونکی ودنا پیژاندو وسله والو کسانو له خواوتښتول شو.
ده زیاته کړه چې دپروان پولیسو د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د دغه ماشوم د ازادولو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي‎‎‎‎‎ . سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته