سیاستخبرونه

میرمن پنینا په لویدیځه حوزه کې د ملګرو ملتو د وګړو صندوق د دفتر رییسه وټاکل شوه

کابل /دسلواغې ۲۶مه /باختر
د ملګرو ملتو د وګړو د صندوق رییس ډاکټرالکساندر بودیروزا د هرات له والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار سره په کتنه کې میرمن پنینا د هېواد په لویدیځه حوزه کې د ملګرو ملتو د وګړوصندوق د دفترد رییسې په توګه معرفي کړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د ملګرو ملتو د وګړو صندوق یا UNFPAپه لرو پرتو ولسوالیو کې د سواد او ظرفیت لوړولو، د ځوانانو د مشارکت، او ښځو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کارکوي.
د هرات والي د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتو د وګړو د صندوق له همکارۍ مننه او قدرداني وکړه او د هېواد په لویدیځه حوزه کې یې له ښځو سره د دغه صندوق د همکاریو بهیر د ګړندي کولوغوښتنه وکړه.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته