خبرونهفرهنګTOP

مولوي عتیق الله عزیزي: رسنۍ باید د غوره ښاري فرهنګ په وده او تطبیق کې ونډه واخلي

کابل، د غويي ۳مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معینیت، د ترافیکو لوی ریاست، کابل ښاروالۍ او افغان فلم ریاست له استازو او مسوولینو سره د غوره ښاري فرهنګ په برخه کې د عامه پوهاي پر لارو چارو او دودولو ناسته ترسره کړه.

باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل:«په ښار کې د ژوند کولو لپاره د قوانینو په لړ کې تر ټولو مهمه او اساسي قاعده ښاري فرهنګ دی چې په نه عملي کېدو سره یې ښاري ژوند څو برابره له ناکامۍ سره مخ کېږي». 

مولوي عزیزي زیاته کړې چې عامه پوهاوي د حکومتونو دنده ده او ښاريان په ټولنیز او فردي ډول مکلف دي، چې ښاري فرهنګ او مقررات رعایت کړي.

هغه د عامه پوهاي په برخه کې، د رسنیو ونډه غوره بللې او ټینګار یې کړی چې رسنۍ باید له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ګډه، د غوره ښاري فرهنګ په وده او تطبیق کې ونډه واخلي.

د ناستې په پای کې، د ترافیکو، کابل ښاروالۍ او افغان فلم ریاستونو مکلفیتونه مشخص شوي او پرېکړه شوې چې یادې ادارې په کابل ښار کې د ترافیکي نظم او صفایۍ رعایتولو او ښاري فرهنګ د ترویج په برخه کې په غږیز، چاپي او ویډیويي بڼه مهم پیغامونه، تنویري او تمثیلي پارچې او اعلانات ثبت او تولید کړي او د رسنیو له لارې یې تر خلکو ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته