خبرونهفرهنګTOP

مولوي عتیق الله عزیزي: د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د تاریخي آثارو د قاچاق مخه ډب شوې

کابل، د وري ۸مه، باختر
د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یونسکو فرهنګي سازمان له مشر برانډن او د دې موسسې له تازه ګمارل شويو بهرنيو متخصیصونو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د تاریخي آثارو د قاچاق مخه ډب شوې او همدا لامل دی چې په ملي موزیم کې نور د آثارو د خوندیتوپ لپاره ځای نه لرو.
عزیزي زیاته کړه:« موږ په ولایتونو کې د اثارو د خوندیتوب لپاره ودانۍ او مسلکي موزیمونه نلرو ډېری وخت مجبورېږو چې په ولایتونو کې ترلاسه شوي آثار مرکز ته انتقال کړو. »
نوموړي همدرانګه د یونسکو مشر ته د ملي موزیم د ودانۍ سربېره د هېواد هغه تاریخي او فرهنګي سیمې په ګوته کړې چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او د استحکام او ساتنې لپاره یې د مرستې غوښتنه وکړه.
د هنر او کلتور معین د یونیسکو مشر ته د پکتیا او غزني بالاحصارونو په اړه چې سلګونه کلونه تاریخي مخینه لري د پاملرنې غوښتنه هم وکړه.
ورته مهال د یونسکو مشر برانډن وویل چې د بامیانو ستراتېژک پلان د عملي کېدو لپاره د ضحاک، غلغله، کړک او ډېرو سیمو سروې پای ته رسېدلې او د غور جام منار لپاره به ډېر ژر د استحکام ترڅنګ د مېلمستون او کېبلې برج چارې هم پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته