کابل، د غوایي، ۴مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون دوشنبې په چین کې د اسلامي امارت له سفیر مولوي بلال کریمي او د اترا ادارې له عمومي رئیس مولوي سید برات شاه ندیم آغا سره کتلي.
کتنه کې مولوي بلال کریمي په چين کې د افغانستان د سفارت د چارو او لاسته راوړنو په هکله د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ډاډ یې ورکړی، چې افغان ډيپلوماتان د چین له حکومت او ادارو سره غوره رسمي اړیکې لري.
کریمي زیاته کړې، چې د چین حکومت د داعش ، فساد، نشه یي توکیو پرضد د اسلامي امارت د مبارزې او په اقتصادي برخه کې د افغان حکومت له هڅو خوښ دي او ستاینه یې کوي.
بلال کریمي په افغانستان کې امن ، شفافیت او ثبات د کانونو د استخراج او سوداګرۍ په برخه کې د چیني پانګوالو د لیوالتیا سبب یاد کړی، زیاته کړې یې ده، چې په دې اړه ګڼ شمېر چیني پانګوال له افغان سفارت سره په اړیکه کې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سیمه او نړۍ کې د چین ونډې ته په اشارې له یاد هېواد سره د اسلامي امارت اړیکې مهمې او د دواړو لورو په ګټه بللې دي.
سیاسي مرستیال د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ غوړېدو په موخه په هغه هېواد کې د افغان سفارت پر لا ډېرو هڅو کولو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې اسلامي امارت به د دواړو لوریو سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
دغه راز د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اترا ادارې له عمومي رئیس مولوي سید برات شاه ندیم آغا سره هم کتلي او په اړوند مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
د اترا ادارې عمومي رئیس د مخابراتي سکتور د پیاوړتیا، با کیفیته خدماتو او پراخ مخابراتي پوښښ په موخه د دې ادارې پلان د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړی.
ندیم اغا زیاته کړې، چې د دوی د ارزونو پر بنسټ اترا اداره د پخوا په پرتله له مسلکي او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو له اړخه په ښه حالت کې ده.
مولوي عبدالکبیر دغې ادارې ته سپارښتنه کړې، چې په لریو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدماتو وړاندې کولو ته لومړیتوب ورکړي او همدارنګه په مخابراتي سکتور کې د غیر اصولي کړنو مخنیوی وکړي.