سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبیر: اسلامي نړۍ باید د غزې په موضوع کې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي او اجازه ورنکړي، چې دغه سناریو په نورې اسلامي نړۍ هم تکرار شي 

کابل، د غوايي ۳مه، باختر 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون مازدیګر په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړي استازي ډاکتر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

بخیت په دغه کتنه کې وویل چې اسلامي نړۍ او د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره همکاريو او مرستو ته ژمن دي او یادونه یې وکړه، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو د افغانانو د لومړيتوبونو تشخيص لپاره افغانستان ته د يو پلاوي استولو پرېکړه کړې ده.

 نوموړي همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان له لوري له افغانستان سره د مرستو په موخه د یوه ځانګړي صندق جوړېدو یادونه وکړه او ويې ويل چې دغه صندق د افغانانو لپاره د مرستو راټولولو په موخه جوړېږي.

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي داعش سره مبارزه او د اسلامي امارت له لوري د دې ډلې ځپل کېدل وستايل او ويې ويل چې په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو پلي کول او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د اسلامي امارت هڅې د پام وړ دي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې اسلامي امارت له افغانستان سره د اسلامي همکاریو سازمان له مرستو او په نړیواله کچه د دغه سازمان له هڅو مننه کوي.

هغه له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ويې ویل؛ هیله من دی د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان او نورو هیوادونو د اړیکو په پراختیا کې مثبت رول ولوبوي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې په افغانستان کې یو بشپړ اسلامي او خپلواک نظام حاکم دی، چې له ټولو په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي او په سیمه کې د همکاریو پراختیا، تعامل او ثبات غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر اساس په بدو کې د نجونو ورکول، له میراث څخه د ښځو محرومول او په زور نکاح کول منع اعلان شوي او دا فرمان عملاً د تطبیق په حال کې دی.

هغه وویل، ټولې هغه ښځینه مامورینې او ښوونکې چې په دولتي ادارو او ښوونځيو کې یې کار کوه، له دندو څخه نه دي منفکې شوي او هغوی ته په کور معاشونه ورکول کېږي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي هېوادونه باید د غزې په موضوع کې د مظلومو فلسطینیانو ملاتړ ته دوام ورکړي او اجازه ورنکړي چې دغه سناریو په نورې اسلامي نړۍ هم تکرار شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته