کابل، د وري ۱۶ مه، باختر
د مرکزی بغلان ولسوالۍ په تیموریانو سیمه کې د غره ښوېدنې له امله لاهم د سلګونه کورنیو لاره بنده او مسوولین وايي، چې ژر به دغه لاره خلاصه شي.
د بغلان ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د غره ښوېدنې له ځای څخه لیدنه کړې او د سیمې خلکو ترې د لارې د خلاصون غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د غره ښوېدو له امله د مرکزي بغلان ولسوالۍ د علي خواجه، نوروزک، ابقول او ګڼو نورو سیمو لاره بنده شوې او د بغلان د ټولګټو چارو او لوا قومندانۍ ماشینرۍ هڅه کوي څو دغه لاره ډېرژر د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.
د لارې د خلاصون مالي لګښت د ولایت مقام له لوري ورکول کېږي او هڅې دادي څو هرڅه ژر دغه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.