خبرونهاقتصادTOPټولنه

مالیې وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال بودجه اعلان کړه

کابل ، د غوايي ۲۴ مه ، باختر

مالیې وزارت د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا د تصویب او د امیر المؤمنین د تائیدۍ پر بنسټ د ۱۴۰۱ مالي کال ملي بودجه چمتو او اعلان کړه.

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت ویلي چې د ۱۴۰۱ مالي کال ملي بودجه ټوله (۲۳۱)میلیارده افغانۍ ده چې (۲۰۳)میلیارده افغانۍ یې عادي او (۲۷.۹)میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودجه ده.

یاد وزارت ویلي چې د روان مالي کال ملي بودجه په بشپړ ډول له خپلو کورنیو عوایدو څخه ترتیب شوې او بهرنی مالي ملاتړ نه لري.

سرچینه زیاتوي چې په تصویب شوې بودجه کې (۴۴) میلیارده افغانۍ کسر شته؛ خو د افغانستان اسلامي امارت به د منظم مالي پلان له مخې د همدې بودجې پر اساس د کال ترپایه خپلو موخو ته ورسېږي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته