خبرونهټولنهTOPروغتیا

مالیزیا د روغتيا ترڅنګ، په نورو اړوندو برخو کې هم له افغانستان سره همکاري کوي

کابل، د مرغومې ۲مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره په کوالالمپور کې د افغانستان اسلامي امارت په لوی سفارت کې وکتل.

د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې ډاکټر قلندر عباد، د هېواد پر ستراتیژیک موقعیت، خپلواکي او بې پري توب خبرې کړي او ويلي یې دي: «له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته خطر متوجه نه دی او د افغانستان دروازې د هر ډول مثبت تعامل لپاره د ټولو پرمخ خلاصې دي».

هغه زیاته کړې ده: «په نشه یی توکو د روږدو کسانو په درمنله کې ۲۰ کاله غرب او تېر حکومت ونه توانېد چې مخه یې ونیسي، خو موږ په کمه موده کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه وکړه او د دې سترې ستونزې مخه مو ونیوله».

د عامې روغتیا وزارت سرپرست څرګنده کړې، چې اوسمهال په دغه وزارت کې زرګونه نارينه او ښځینه کارکوونکې په دندو بوختې دي او په بېلابېلو برخو کې روزل کېږي.

هغه، مالیزیا د افغانستان یو دوست هېواد بللی او ویلي یې دي، چې د روغتيا په برخه کې د تلپاتې همکارۍ او دوه اړخيزه اړيکو د لا پراختیا لپاره هڅې کوي.

د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي هم ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې د روغتيا ترڅنګ، په نورو اړوند برخو کې هم له افغانستان سره همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته