کابل باختر د ليندۍ اوومه :
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولينو پرون ناوخته د تخار او خوست ولايتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍپايلې اعلام کړې .
د باختر آژانس خبريال ليکي:
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د پريکړه ليک له مخې، په تخار ولايت کې عبدالله بيک د ١٣٧٦٣رايو، رييس عبدالباقي ملکزاده د ٨٤٨٤ رايو، محمد عالم ساعي د ٧٧٦٩ رايو، انجنير امير محمد خاکسار د٦٩٨٥رايو، ډاکتر سيد شرف الدين عيني د ٦٨٨١ رايو، غلام سرور سعادت د٦٨٥١رايو ، ډاکتر حميدالدين يولداش د ٦٣٦٩ رايو، حبيبې دانش د ٥٨٣٧ رايو او نظيفې يوسفي بيګ د ٤٨٨٨ رايو او په همدې ترتيب له خوست ولايت څخه کمال ناصر اصولي د ٧٥٥٦ رايو ، انجنير هلمند هلمند د ٤٢٨١ رايو، غفار خان د ٤١٣٢ رايو ، ډاکتر محمد موسي خاورين د ٣٨٠٨ رايو او ساهرې شريف د ٢٥٤٤رايو په ترلاسه کولو سره وکولای شول ولسي جرګې ته لاره ومومي.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون تر اوسه پورې د ديارلسو ولايتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پايلې اعلام کړې دي .
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د مهال ويش له مخې، د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنيو پايلو په اعلامولو سره له يوې مياشتې وروسته د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پايلې اعلاموي .
ختم_ ج _ اکرم