خبرونهاقتصادټولنه

لوګر؛ وروستیو اورښتونو ته بزګران خوښ او د اوبو د مدیریت غوښتنه کوي

کابل، د غوايي ۵مه، باختر

کابل ته څېرمه لوګر کې بزګران وروستیو اورښتونو ته خوښ دي، وایي چې سږ کال به یې د ځمکو حاصلات ښه او د پام وړ عواید لاسته راوړي.

د لوګر اوسېدونکي د وړو او لویو بندونو د جوړولو او په ټوله کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو خوښ او په دغې برخه کې د لا ډېرو هڅو غوښتنه کوي.

بل خوا د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د عوایدو د تنظیم امر عبدالبصیر شاهد باختر آژانس ته ویلي، چې د همکارو موسسو په مرسته یې په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د څه باندې ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کړي، چې د شنو خونو جوړول، بزګرانو ته د عصري ماشینالاتو ورکړه، اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې شاملې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته