خبرونهامنیتTOP

له ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه ۸۵۰ سرتېري فارغ شول

کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه ۸۵۰ منسوبین له ۳ میاشتني بېلابېلو مسلکي  زده کړو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د یاد قول اردو مسوولینو د یادو کسانو په فراغت غونډه کې فارغ شویو سرتېرو ته سپارښتنې وکړې چې په شوق سره د اسلامي نظام خدمت او په مېړانه ترې ساتنه وکړئ.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ وياند مولوي صديق الله نصرت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه دوره کې ۸۵۰ سرتیرې د ۳ میاشتني نظامي او عقيدتي زده کړو څخه فارغ شوي چې د بلخ، فارياب، سرپل، سمنګان او جوزجان ولايتونو په لواګانو او کنډکونو کې په دندو وګومارل شي.

ورته مهال یادو فارغانو هم ژمنه وکړه چې له اسلامي نظام او هېواد څخه به د سر په بیه دفاع کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته