١٩ – کابل باختر دمرغومي اوولسمه
په بدخشان ولايت کې د سولې له بهير سره په سلو تنو يوځاى شويو کسانو نن خوراکي توکې وويشل شول .
دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې په دغوکسانو چې څه موده مخکې دمولوي عبدالهادي په سرګروپي په بدخشان ولايت کې دسولې دټينګښت له بهيرسره يوځاى شوي و نن يوه اندازه خوراکي توکې ددغه ولايت دوالي تر نظر لاندې وويشل شول .
په دغو توکو کې اوړه ، غوړي ، وريجي ، مالګه او شړۍ شته چې ديو اس اي دي موسسي له خوا په هغوى وويشل شول .